څېړندوی عبدالرحمان حبيب زوئ
د مجلې ګڼه:۱۳مـه
د مجلې د چاپ نېټه : اپريل که تا ستمبر ۲۰۱۷
عارف لاهوري د پښتو ژبي او ادب هغه نوم ورکی شاعر دی، سرود لرى چي تر دې مـهاله ئې ذکر په هيڅ يوه ادبي تاريخ او تذکره کښي نۀ دی شوی. سرود لرى د نوموړي شاعر کتاب هم په ليکلو قلمي نسخو فهرستونو کښي نۀ دی ياد شوی. سرود لرى د لومړي ځل لپاره ما په اسلام اباد کښي د ايران او پاکستان د فارسي څېړنيز مرکز په ګنج بخش کتابتون قلمي نسخو په برخه کښي د دۀ د شاعرۍ کوچنۍ قلمي نسخه وموندله او دا دی دلته پرې رڼا اچوو. تر دې وړاندي چي د عارف لاهوري په شعر و غږيږو لومړی غواړم د دۀ د قلمي نسخې په اړه لنډ توضيحات ورکړم.
الف: سرود لرى د نسخې تخنيکي جوړښت خصوصيات:
د عارف لاهوري نسخه د ګنج بخش کتابون د خطي نسخو په فهرست کښي د ۳۷۳۲ نمبر کښي ثبت ده. (۱)
د عارف لاهوري د نسخې د خطاطۍ کال او خطاط نۀ دی معلوم، خط ئې ثلث او نسخ ته ورته دی، کاغذ ئې هندي د پاڼو شمېر ئې ۶۰، د هر مخ کرښي ئې ۱۵، کچه ئې ۱۲× ۲۱ سم او د متن کچه ئې ۸× ۵ ، ۱۶ سم پوښ نۀ لري. موضوع ئې تصوفي او عرفاني اشعار دي.
د عارف لاهوري نسخه بشپړه نۀ ده او يوازي ۶۰ مخه پاتي ده، پېل او پائ ئې نشته، خو دی په خپله په همدې شپېته مخيزه ټولګه کښي وائي:
رنګارنګ نښې پريښي دي مردان
له عارف خو يوه نښه ديوان
له پورته بيت څخه ښکاري، چي عارف لاهوري اوسنۍ شعري ټولګه يوازي او يوازي شپېته مخه نۀ ده، بلکې بشپړ ديوان درلودونکی شاعر پاتي شوی دی.
له شعري وړتيا څخه ئې ښکاري، چي نوموړی د شعر په فن پوه و او په لاهور کښي ئې د کوم استاد سره په مستقيم يا غير مستقيمـه توګه مريد پاتي شوی. چي لاهوري ئې تخلص کاوه له همدې امله نوموړي د خپل استاد تخلص په ځان هم خوښ کړی دی. عارف لاهوري هر ځائ کښي ځان د لاهوري په نامۀ کوم مريد او شاګرد بولي د نوموړي د نسخې د ليکلو کره نېټه نۀ ده معلومـه او دا په پښتو خطي نسخو کښي معموله ستونزه ده، ځکه پښتو خطي نسخې د تاريخ په اوږدو کښي سم نۀ دي ساتل شوي او نۀ هم درملنـه ئې شوې ده، ډېري ئې د پوښ او لومړنيو پاڼو د نۀ لرلو له امله د ليکلو نېټه ئې ګونګه وي، خو د کتاب د کاغذ د رنګ زوړوالي او ليکدود څخه زما په اغلب ګومان د ۱۱ مي هجري پېړۍ په شاوخوا کښي ليکنـه اټکل کېدائ شي.
داسي وئيل کېږي چي د پښتونخوا صوابۍ سيمـه هم يو مـهال د لاهور په نامۀ ياده، چي کېدائ شي عارف هم د همدې سيمي اوسېدونکی اوسېدلی وي.
د ليکدود:
پښتو «ي»: په اردو «ے» ورځ : ورڅ کـه مي : کـه مِ «زور» هسي: هسِ «زور»، ښائسته: ښايشته چي : چه. کښې يا کې: کښِ زور: بعد له حمده له ثنا: بعد لحمده لثنا. هغه: په فارسي کامـه واله فارسي «هغ) هر چېري: کاندي: کاندِ زير. ځيني: څنِ زير. ګان: کان. ګڼه: ګڼړه. ترې: تِر «زير» او داسي نور؛ چي له ننني پښتو ليکدود سره زښت توپير لري. د شاعرۍ سيمـه ئې هم پښتونخوا علاقې ښکاري.
ب: د عارف لاهوري شعرونـه ته لنډه کتنـه:
تصوفي اړخ:
د عارف لاهوري د نظمونو او غزلو وېش د (عريضه) تر سرليک لاندي شوی، په دې معنا چي عارف لاهوري مناجاتو ته د عريضې نوم ورکړی د او هره شعري قطعه ئې په عريضې سره پېلېږي. د عارف لاهوري شعرونـه ټول عرفاني او تصوفي بڼه لري، نوموړی پوخ صوفي او په تصوف کښي د کوم ځانګړي طريقې څښتن هم پاتي شوی دی. لاهوري په خپلو شعرونو کښي په خپل مريدۍ وياړي او خپل استاد يا مشر صوفي ته خورا ډېر درناوی لري او د ډېرو شعرونو په پائ کښي ئې له خپل نوم نـه زيات د خپل استاد لاهوري يادونـه کړې ده.
لکه:
دستګيري د ستا لقب ده
بې له که تا کله په چا شي
لاهوري زما صاحب
ستا کمال کـه مي پېشوا شي
يا
په اقبال د استاد عالم رنګين شـه
هر خادم ئې دی جمشيد خسرو کمـی
چي عارف لاهوري پسې فرياد که
ملايک په اسمانونو کـه لبی
يا
په همت د هغه غوث چي لاهوري دی
په وار وار ځکه خبر په هر الفت شوم
لاهور د پاکستان د پنجاب صوبې مرکزي ښار دی او په دې ښار کښي د تصوف او عرفان تر ټولو ستر لاروی او قوي مرشد شېخ ابوالحسن علي هجويري غزنوي چي په دادا ګنج بخش مشـهور دی د فن دی او نوموړي دوه ستر اثار کشف المـهجوب او کشف الاسرار له ځانـه پرېښي دي او په کال ۴۶۵ هـ ق کښي په لاهور کښي وفات شوی دی. (۲) اوس معلومـه نۀ ده چي د عارف لاهوري منظور له کوم پير او مرشد څخه دی؛ زما په اغلب ګومان نوموړی بـه دادا ګنج بخش ته د لاهوري خطاب کوي او کنـه څه اسناد په لاس کښي نشته، له قراينو ښکاري، چي عارف لاهوري په لاهور کښي استوګنـه لرلې ده.
د عارف لاهوري له شعرونو څخه برېښي، چي نوموړي په عربي ژبه پوه او په تصوف کښي علمي مطالعه لرلې ده، نوموړي په خپلو شعرونو کښي د تصوف ډېر پاخه لغاتونـه کارولي دي: لکه وحدت، فنا فی الله، ناسوت، کثرت، حقيقت، غوث او داسي نور.
بېلګي:
لکه نی هسي فرياد کوم جلې
سر د عشق مي دی ظاهر نـه دی خفي
په تېره توره د لا وجود منفي کړم
په فنا شېخ پېوست ده مرتقي
استعداد په فنا عين کښي حاصل کړه
په فنا فی الله بـه پوه شي په نفع
په پورتني بيتونو کښي د نۍ، خفي، فنا فی الله تصوفي اصطلاحات تر سترګو کېږي. د عارف لاهوري د نی برخي شعر د مولانا جلال الدين محمد بلخي (۳: ۱۳۱) هماغه شعر ته ورته دی، چي نوموړي په خپل کتاب مثنوي معنوي کښي وئيلی دی. وائي:
بشنو از نی چون حکايت ميکند وز جدائی ہا شکایت مـیکند
په پورته بيت کښي د خفي اصلاح راغلې، چي دا په تصوف کښي له هغه ذکر څخه عبارت دی چي موخه الله تعالٰی وي، دغه ياد په قول وي کـه په فعل کـه په زړۀ وي کـه په فکر خو چي د زړۀ حضور ئې د الله په تصور قائم وي او انتها ئې د خدائ قرب وي. (۴: ۱۷۰)
همدا شان په پورته شعر کښي د فنا فی الله ذکر هم راغلی، چي د تصوفي حرکاتو د عشق وروستی مرحله ده، د دې اصطلاح په اړه وئيل کېږي چي عارف په خپلوک سلوک کښي داسي مقام ته رسېږي چي پرته له حقه بل څۀ نۀ ويني او خپلي غوښتني د خدائ پاک په غوښتنو کښي ورکوي او په بشپړه توګه ځان د خدائ پاک په ولکه کښي کوي؛ دا په دې معنا نۀ ده چي ګواکې عارف په دې پړاؤ کښي له ټولنيز ژوند او ورځينو چارو څخه لاس په سر کېږي، بلکې په ورځنيو چارو کښي بـه هرومرو الله په ياد لري. (۵)
بېلګي:
له درياب د وحدت چي په کثرت شوم
د کثرت په ځائ د چارو په غفلت شوم
د ناسوت په رنګارنګ کارونو بند وم
له وطنـه چي اصلي و فراغت شوم
په همت د هغه غوث چي لاهوري دی
په وار وار ځکه خبر په هر الفت شوم
په دې بيتونو کښي د وحدت، کثرت، ناسوت غوث تصوفي اصطلاحات راغلي دي:
په تصوفي اصطلاح کښي د وحدت په مقام کښي سالک خپله هستي فنا کړې د کثرت ټول صفتونـه ختم شي او د ربوبيت په اوصافو ژوندی شي او له شرک څخه فارغ وي. همدا راز د ناسوت عالم نړۍ ده او د نړۍ مادي برخه چي انسان په هغه کښي جسم لري او ژوند کوي او د زمان او د مکان په بند کښي وي. (۶)
په وصال کښي د جمال په لور ورتېږي
په هجران کښي د جلال په اور فدا
دستګيري کـه د کامل درسره نـه وي
تېر بـه نـه شي په خطر عظيم دريا
يا حقيقت په جام د ميو نمايان کړه
تماشـه په هر نفس کښي په هران کړه
په پورتنيو بيتونو کښي د شاعر تصوفي ځواک له ورايه ښکاري، چي د پير کامل او حقيقت اصطلاح ئې کارولې ده. پير کامل د پير روښان د تصوفي مسلک له مـهمو ځانګړنو څخه دی او حقيقت بيا د پير روښان د تصوفي لارو درېيمـه مرحله ده؛ د کامل يا پير کامل په اړه د روښاني تصوف ليکوال مـهجور خويشکي د روښان د حالنامې په قول ليکي، چي قطب او پير کامل په هره زمانـه کښي يو وي او پير روښان ځان پير کامل ګاڼه يا پير تمام. (۴: ۱۳۲)
پير کامل په تصوف کښي هغه صوفي ته وائي چي نوموړی ځان د انبياؤ وارث بولي. دلته شاعر خپل استاد او لاهوري ته هم دغه لقب کارولی دی. په همدې ډول د حقيقت اصطلاح د روښاني تصوف پر بنسټ هغه مرحله ده، چي د حفې او تلپاتي ذکر له شکونو ځان خلاصول دي.
په شعر کښي د صنعتونو کارونـه:
غزل
په نغمـه د رباب مست شي په مـی
لوئ بادشاه د زمانې ئې بې کمـی
عساکر بـه د غمونو تار په تار کړې
که همېش دي وي دماغ شکرنی
خو مست نـه شې په نظر د شـهلا سترګو
سخت منزل بـه درته نـه شي هرګز طی
چي چړې د عاشقي د چا تر خُلې شي
هر چي وخوري هغه واړه کاندي قی
په اقبال دا ستا د عالم رنګين شـه
هر خادم ئې دی جمشيد خسرو کمـی
چي عارف لاهوري پسې فرياد که
ملايک په اسمانونو کـه لبی
د لاهوري په لوړ غزل کښي ډېر ښکلي تشبيه ګاني، مشبه او ښکلي صنايع کارول شوي دي؛ چي د نوموړي د شعري قوت ښکارندوئ کوي؛ د نوموړي په لومړي بيت کښي د سترګو او شـهلا تر منځ نظر ډېره ښه استعاره ده.
په لانديني شعر کښي ئې تجاهل عارف (۷: ۹۷) کارولی دی.
نـه دي سيال شته څوک د حسن
نـه څه بل د که تا همتا شي
دلبري دي هومره نـه ده
چي بيان اوس په ما شي
په لاندي شعر کښي:
کتابونـه د حکمت مي لټ په لټ کړل
بې له ه علاج نـه شته د بېلتون
په نغمـه کښي د رباب هزار پردې دي
په شـهباز عاشقان مست کـه کوناکون
په پورته شعر کښي شاعر د رومانتيسيزم نـه کار اخستی دی، د صديق روهي له قوله روماتيسيزم هغه مـهال رامنځ ته کېږي، چي شاعر په ټولنـه کښي د هغه څه په لټه کښي چي دی ئې نۀ مومي، د هغه په اړه تخيل کوي او په شاعرانـه ژبه د ټولني حدود ماتوي، د تفکر او تعقل پر ځائ تخيل او احساس نـه کار اخلي. (۸:۲، ۳۸۳)
لکه عارف لاهوري د بېلتون درد او د و درملنـه او يا هم د ساز او نغمې دنيا ته کډه کول د دې شاعر د رومانويت ښکاره استازولي کوي، په دوهم بند کښي بيا شاعر د رباب د نغمو سور او لی په پردو کښي نۀ بلکې د شـهباز په قوت کښي ګڼي. دلته د شاعر هدف له مستي څخه دی او مستي دلته قرينـه ده او په بل لحاظ:
په نغمـه د رباب هزار پردې دي
په شـهباز عاشقان مست کـه کوناکون
دا د لف او نشر صنعت (۷: ۹۵) دی؛ چي شاعر کارولی دی.
همدا راز په پورته بيت کښي شـهباز وئی، راغلی؛ شـهباز يا شاباز په رباب کښي د لرګي هغه وړه ټوټه ده چي له تارونو سره د پرله پسې ټکر له امله غږ راباسي. (۹: ۴)
چي له قيده د رسمو وتلی نـه شي
بر ناحق ځان صوفي کـه خوشنما
که په کار دي وي وصال د هغه ترکې
په خدمت د لاهوري کړه ځان فدا
چي عارف ئې په اثبات باندي ثابت کړ
عجب پير عجب پېشوا
په پورته کوچني غزل درېيمـه مصره کښي : (که په کار دي وي وصال د هغې «ترکې»)؛ډېر خوندور او ښکلي سيمبول کارول شوی دی، چي سيمبول په شعر کښي ډېره ظريفه کارونـه لري، چي د ډېرو شاعرانو له وس نـه وتلې خبره ده؛ (سيمبول په شبه او ادب او بيا په شعر کښي هغه وئی دی، چي د ارې او ټاکلي معنا پر ځائ يوه بله معنا راخپله کړي؛ لکه په اوسني شعر کښي چي له «لمر» څخه د «ازادۍ» معنا اخستل کېږي. په دوديز کښي شعر کښي له لمر څخه د عيني انځورونو (تشبيه، استعارې) په رغاونـه کښي کار اخستل کېده، لکه مخ دي لکه لمر او داسي نور؛ سليمان لائق ترې په «انقلابي سرود» کښي د تشبيهي اضافې ترکيب په توګه کار اخستی دی؛ ګرم شـه لا ګرم شـه يه د (ازادۍ لمره) تشبيه او استعاره دواړه انځوره کـه عيني وي يا ذهني هله پر سيمبول اوړي چي له تشبيه نـه مشبه نـه لري کړ شي او مشبه بـه پاتي شي او له استعارې نـه مستعار له ايسته شي او مستعار منـه پاتي شي. ) (۱۰: ۷، ۲۲۷)
عارف لاهوري ډېر پخوا په شعر کښي د سيمبول (Symbol) پر موضوع پوهېده او د ښکلا لپاره ئې په ځانګړي توګه د جوليزي ښکلا لپاره ئې «ترکې» کارولی دی، چي يو مـهال ترکستان سيمـه د خپل سپين پوستکي له امله په ښائست مشـهور ؤ او شاعر هم خپل يار او معشوقه د ترکې سره سيالوي او د پېوستون لټه ئې کوي.
[د عارف لاهوري خطي نسخه - pashtoacademy.com سرود لرى]
نویسنده و منبع | تاریخ انتشار: Sun, 18 Nov 2018 08:45:00 +0000